شهادته په اسلام کی - لومړی برخه

اشهد ان لا اله الا الله و اشهد انّ محمّد رسول الله

"شهادت ورکو چی نسته خدای بیله خدایه او شهادت ورکوو چی محمد (ص)د خدای پیغمبر دی"
د خدای په یواڅنېتوب او د حضرت محمد (ص) پر رسالت باندی شهادت د اسلام بنسټ او اساس دی او مسلمانان خپل اسلام راوړل ددی شهادتو په ویلو سره اعلانوی. دا شهادته د دین د اوصولو په سر کی ځای لری او د مسلمانانو د ایمان بنسټ او د روحانی سیر ملاتړ دی.

دا شهادته پر خدای او د هغه پر رسول باندی د لسانی ایمان په معنی ندی بلکه دا د وجود د واقعیت او د یواځنیتوب د اصل د کشف او هغه د مستقسیم ارتباط د یواځنی خالق سره بیانوونکی دی .

شهادت د خدای پر یواځنیتوب اود پیغمبر پر حقانیت باندی پر شهود او یقین باندی ولاړ دی او دا واضېح خبره ده چی انسان باید حقیقت د خپل موجودیت په دننه او د زړه په کعبه کی ووینی او لاسته یې راوړی. الهی پیغمبرانو د خدای سره د مستقیم ارتباط او د وحی د لاسته راوړو د لاری د حقیقت شاهدان وه او ددوی پاک وجود د خدای تعالی د پیغام او کلماتو د اعلانولو لوټسپیکر دی.

خدای تعالی په قران کریم کی فرمایۍ:

قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا

ووایه چی زه هم بشر یم لکه تاسی او وحی راته کیږی زما خواته چی ستاسی خدای همهغه یوآځنی خدای دی، نو هغه څوک چی امید لری کوی د خدای ملاقات نو ښه کارونه وکړی او د خدای په پرستیش کی څوک شریک نه کړی.
(سوره ۱۸کهف، آیه ۱۱۰)
او همدارنګه فرمایۍ:

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ

هغه دی چی انسان مو خلق کړی او دده په نفس باندی پوهیږو چی وسوسه پر ده باندی کوی او موږ ده ته دده د غاړی د رګ ورنژدی یو.
(سوره ۵۰ ق، آیه ۱۶)

د خدای امر د حضرت محمد (ص) څخه په پیروی سره په ټول خلکو او زمانو پوری اړه لری.

مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ

محمد (ص) د خدای رسول دی.
(سوره ۴۸ فتح، آیه ۲۹)

وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ

او پیروی یې وکړی شاید چی هدایت درته وسی.
(سوره ۷ اعراف، آیه ۱۵۸)

يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءكُمُ الرَّسُولُ بِالْحَقِّ مِن رَّبِّكُمْ فَآمِنُواْ خَيْرًا لَّكُمْ وَإِن تَكْفُرُواْ فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا.

ای خلکو ستاسی خواته راغلی رسول په حق سره د خدای د خواڅخه، نو ایمان راوړی چی ښه دی ستاسی د پاره ، نو که کفر وکړی نو په رښتیا سره چی په خدای پوری هر څه چی په آسمانو او مځکه کی دی اړه لری او خدای حکیم او پوهه دی.
(سوره ۴نسا، آیه ۱۷۰)

##12

إِنَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَى نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِن بَعْدِهِ وَأَوْحَيْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإْسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَعِيسَى وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَارُونَ وَسُلَيْمَانَ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا

هغه دی چی وحی مو درواستولی ستا خواته لکه څنګه چی مو دراستولی دی د نوح (ع) او د هغه وروستو پیغمبرانو ته او وحی مو ورواستولی ابراهیم ، اسماعیل ، اسحاق، یعقوب، اسباط، عیسی، ایوب ، یونس ، هارون او سلیمان ته او داود ته مو زبور ورکړی.
(سوره ۴ نسا، آیه ۱۶۳)

مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا

ندی محمد (ص) ستاسو خلکو د کوم یوه پلار ولی دی د خدای تعالی پیغمبر او د پیغمبرانو سر ،او خدای په هر څه پوهیږی
(سوره ۳۳ احزاب، آیه ۴۰)

Bitte aktualisieren Sie Ihren Flash Player!