د خم د غدېر پېښه - لومړی برخه

حضرت محمد (ص) د اخیری حج څخه د راستنیدو په وخت کی چی په زرهاوه مسلمانان ورسره وه په ۱۰ هجری کال چی د ۶۳۲ میلادی کال سره برابر دی ،خپل کاروان د خم دغدیر په محل کی ودراوه او په یو لوړ ځای باندی ودریدی او د خپلی لاری ملګری یی سره راټول کړه او دا آیات یی و ټولو ته خطاب کړی:

الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا

نن ورځ می پوره کړی ستاسی د پاره ستاسی دین او تمام می کړی پر تاسی باندی زما نعمت او د اسلام دین می ستاسی د پاره خوښ کړی.
(سوره ۵ مائده، آیه ۳)

لکه څنګه چی په حدیثو او عقیدتمنو منبعو کی راغلی دی حضرت محمد (ص) وروسته حضرت علی (ع) راوغوښتی او اعلام یی وکړی :

«دوه ګرانه ستاسی سره پریږدم ، د خدای کتاب او زما عترت»[i]

او دهغه وروسته د حق رسول پر حیدر کرار او هغه د هستی در دانی ته په اشاره کولو سره جمعیت ته داسی فرمایی:

«د هر چاچی زه مولایم نو علی د هغه مولا دی. یا الهی ! ګران دی وی پر تاباندی هغه څوک چی دی پر ګران دی ، او د هغه چاه دښمن اوسه چی دده دښمن دی او دهغه یار اوسه چی دده یار دی او خوار کړه هغه څوک چی دی خواروی او همیشه د هغه په حق سره یار اوسه هر چیری چی وی.»[ii]

د امیر المومنین ولایت او دهغه په ادامه کی «د امامت اصل» د اکرم پیغمبر د کورنۍ د خوا جاریت پیدا کړی دی .

«امام» ، د علم عالم او دقران داسرارو حمل کوونکی دی . ازلی علم داکرم پیغمبر محمد (ص) د خوا حضرت علی (ع) چی د خدای ولی او لومړی امام ، او بیا اطهار اېموو او عالیقدرو عرفاوو او اولیاوو ته ور نقل سوی دی.

د اسلام پیغمبر په تکرار سره د «کتاب » او «عترت » پر اهمیت باندی ټینګار کړی دی. دا دواړه یعنی قرآن او د پیغمبر عترت ، دا دواړ ه یو نه شلیدونکی اصل دی چی د یو بل لازم او ملزوم دی. عترت د پیغمبر دکورنۍ د سیره په معنی دی چی په هغه کی ایمه او عرفا او اولیا شامل دی کوم چی د خدای غوره سوی اودالهی علم عالمان دی. دغه د وجود ښوونکی ، د اسلام او اکرم پیغمبر تعالیمات په خپل وجودی مرکزیت کی یعنی د خپل زړه د لاری لیدلی او لاس ته راوړی دی یعنی هغه لاره د کومی لاری څخه چی پیغمبر (ص) حقیقت تر لاسه کړیدی. د خدای د کتاب علم دهغه د عالم سره دی. د خدای کتاب نسی کیدای چی بیله د وجود د عالم چی الهی علم ده ته ورکول سویدی وویل او یا تر لاسه سی. د وجود عالم دی چی د وجود د قانون د مخی د هر انسان د نفس کتاب ورته پرانیزی تر څو هغه خپل وجودی کتاب ووایی او هغه وپیژنی.

_____________________________
مآخذ:
1. Abol-Gasem Payandeh. (1957). Nahj-ol-Fasahat, The collection of narrations of Hazrat Mohammad, the prophet of Islam. 6th Edition, Tehran, Iran: Javidan Publications. p.107
2. Allamah Sayyid Muhammad Husayn. Shi'ite Islam. Houston, TX: Free Islamic Literatures.

Bitte aktualisieren Sie Ihren Flash Player!