د اسلام اوصول
اصول دین و فروع دین

د اسلام تعليمات تر ﭙنځه اصلو << ددين اوصول >> لاندى داسي وړاندي كوي:

  • 1ـ توحيد : د خداي تعالي يواځينيتوب

  • 2ـ نبوت: د نبي اكرم (ص) رسالت

  • 3ـ معاد: قيام ؛ﭙاڅون يا راويښيدل

  • 4ـ عدل: اعتدال او توازون

  • 5ـ امامت: روحاني هدايت

د << ددين اوصول>> اجتهادي دي اود اسلام دسﭙيڅلي <<دين اوصول>> د معرفت څخه وروسته هر هغه څه چي ﭙدي اوصولو كي ﭙه لاس راغلي دي د << دين د فروع>> د عملي كولو ﭙه ﭙيروي سره تر سره رسيږي:

  • 1ـ لمونځ (صلوه): ورځني ﭙنځه وخته لمونځونه
  • 2ـ روژه (صوم) : د رمضان د مباركي مياشتي روژه
  • 3ـ خمس(ﭙنځمه): د شتمني او توان خرڅول ﭙه خيره كارونو كي
  • 4ـ زكات : د نفس ؛ کړو وړو او مال څخه د اضافاتو ﭙاكول
  • 5ـ حج: د خداي د كور د مناسكو سرته رسول
  • 6ـ جهاد : زيار استل د ﭙيژندني او معرفت ﭙه لاره كي
  • 7ـ امر به معروف ونهي ان منكر: د معرفت او علم خپرول او د جهل څخه لاس اخيستل

عارفانو د اسلام تعليمات ﭙه دريو مرتبو كي توصيف کړي دي. مولانا جلال الدين علي مير ابو الفضل عنقا ﭙه خپلو اثارو كي د شيخ نجم الدين كبرا داسي فرمايلي دي :

«تصوف ﭙه دري مرتبو دي : شريعت ؛ طريقت او حقيقت. دي وائي چي شريعيت لكه يو كښتي؛ او طريقت لكه يو درياب او حقيقت بيا لكه د’ر. نو هر څوك چي د’رغواړي بايد ﭙه كښتي سپور سي او ﭙه درياب كي ولاړ سي او نو بيا د’رته رسيږي. هر څوك چي دا ترتيب ﭙريږدي نو و حقيقت ته نه رسيږي. يعني لومړي شي چي ﭙر يو طالب باندي واجب دي هغه شريعيت دي، كوم چي خداي تعالي او رسول فرمايلي دي يعني لمونځ؛ روزه ، حج او ترکول د حرامو او دهغو شیانو چی د حقیقی او معلومو سره اړه نه لری . او طریقت د تقوا په لزوم دی او هغه څه چی تا و مولا ن نژدی کوی لکه د منزلونو او مقاماتو قطع کول، ولی حقیقت هم هغه د مقصد سره وصل او د تجلا د نو ر لیدنه .»11

امیرالمومنین علی (ع) داسی فرمایلی دی : « شریعیت د حق بندگی ده ، طریقت په حق حضور او د حق کتل دی په حق کی .» د صلوه کلمه (لمونځ) د ویلو په معنی ده او هغه زیار و حق ته د نژدیوالی په خاطر دی . امام جعفر صادق (ع) فرمایلی دی : لمونځ دری مرتبی لری: لمونځ په شریعیت کی په اذکارو او په رکنونو دی ، او لمونځ په طریقت کی د موجوداتو څخه جلاوالی ، ټوله توجه و رحمان ته او د مناجاتوپه لذاتو کی ډوبیدو ته په هر وخت او ځای کی دی .1

په حقیقت کی د اسلام هره فروع دا دری مرتبی لری. د مثال په ډول روژه په شریعیت کی د خوړلو او څیښولو څخه ډډه کول دی او یا په بل عبارت امساک د اکل او شرب او غیره شیانو څخه دی ، صوم یا روژه په طریقت کی عبارت دی د اوهامو څخه امساک او د رب الانام په محبت کی بوخت کیدل دی. حج په شریعیت کی د بیت اللله زیارت دی ، په طریقت کی د الله تعالی د تجلی زیارت او په حقیقت کی حج په الله کی فنا ده .

هغه وخت چی سالک د هغه شی ذکر چی ترسو رعایت کړی د خپلی سینی و تشریح ته ورسیدی او عباداتو او طاعاتو په اطوارو کی ئی ژبه د نفس په آسمانی انوارو قوی کیږی او د حق تعالی د قول مصداق کیږی هغه رقم چی خدای تعالی وعده کړی ده.3

« خدای د هغو کسانو دوست او ملگری دی چی ایمان ئی راوړی دی . راباسی دوی وو روښنائی ته د تاریکیو څخه.» ( 2 سوره 257 آیات )


_____________________________
مآخذ:
1. Sadegh ANGHA, Hazrat Shah Maghsoud, Al-Rasa'el - Purification and Enlightenment of the Hearts, M.T.O. Shahmaghsoudi Publication®, Verdugo City, CA, USA, 1991.

Bitte aktualisieren Sie Ihren Flash Player!