روژه

روژه د اسلام د دین د ارکانو څخه یو رکن دی.خدای تعالی په قرآن کریم کی داسی فرمایلی دی:

« د روژی مبارکه میاشت په کومه کی چی قرآن نازل سو ، د خلکو د راهنمایې او د هدایت د ځلیدو او فرقان دپاره ده.» ۲ سوره ۱۸۵ آیات

« ای د مومینانو ډله چی پر تاسی باندی نوشته سویده روژه لکه څنګه چی نوشته سوی وه پر هغو چی ستاسی د مخه وه، شاید چی پرهیزکاری وکړیږ» ۲ سوره ـ ۱۸۳ آیات

د روژی میاشت د تزکیه ، نظم او انظباط، د عبادت او د خدای تعالی د ﺬکر میاشت ده . روژه د وخت د سمبول د نظره هغه میا شت ده په کومه کی چی خدای تعالی قرآن کریم پر اکرم پیغمبر حضرت محمد باندی نازل کړی .

حضرت مولانا صلاح الدین علی نادر عنقا د اویسی شاه مقصودی طریقت اوسنی پیر د روژی د مبارکی میاشت حقیقی مفهوم او وقعیت داسی تشریح کوی:۱ «روژه (رمضان ) د (رمض) د کلیمی څخه اخیستل سویده . په لغت کی رمض و هغه مځکی ته وایۍ کومه چی د لمر د حرارت او تودوخی کبله وچه سوی وی . داسی وچه او محرومه مځکه چی سطحه یې د تندی له کبله چاودلی وی او لکه خالی کاسی چی تقریبآ د مځکی څخه جلا سوی وی او د آسمان خواته یې یعنی دنعمت د ولی خواته یې مخ ګرځولی وی او درحمت و باران ته په انتظار وی.

 

په عربی ژبه کی روژی ته «صوم» وایۍ په لغوی معنی کی صوم د کوچنی کولمی هغه برخی ته وایې کومه چی هیڅ شی په ځان کی نه ساتی او نه یۍ معطلوی او ټول مواد په چټکتیا سره د ځان څخه تیروی ، او په نتیجه کی د هر رقم درند والی ، فساد او خیرنتوب څخه خالی وی.

روژه نیوونکی سړی د روژی په نیولو سره د خوړلو او څښلو او نورو سلولی خوندونو څخه په فیزیکی مرتبه کی امساک کوی.

او همدارنګه د عاداتو ،دنفسانی علایقو اودپستو خاصیتونو په پریښودو او په ټولو فکری ، روانی او روحانی مرتبو کی د خپل موجودیت د پاکی د پاره جهاد کوی، تر څو د جسم او جان په تزکیه سره دعشق اور د ده په زړه کی بل سی.

حضرت شاه مقصود صادق عنقا د «الرسایل او تنویرالقلوب »په کتاب کی داسی فرمایې:

«د شریعت صوم (روژه ) د خوړلو ، څښلو و نورو شیانو څخه په امساک سره ده او د طریقت روژه د او هامو څخه په امساک اود رب الانام په محبت سره په مشغولتیا کی ده.»

د پورتنی مطلبو پر بنسټ روژه او د هغی تعلیمات یواځی د رمضان په میاشت پوری اړه نه لری، بلکه د حقیقت پلټوونکی سالک د روژی د میاشتی څخه په لاس ته راغلو تجربو څخه د صحیح عمل کولو د نمونی په توګه د ټول کال په اوږدو کی سر مشق ګڼی او په هره میاشت کی دری ورځی روژه نیسی.

_____________________________
مآخذ:
i. Hazrat Salaheddin Ali Nader Angha , Lectures, Pleasant Hill , CA , September 1992.
ii. Hazrat Molana Shah Maghsoud Sadegh Angha, Al-Rasa’el-Purification and Enlightenment of the Hearts, (M.T.O. Shahmaghsoudi Publication®, Tehran, 1975) p.5

Bitte aktualisieren Sie Ihren Flash Player!