د معاد اصل

« نود دقیامت په ورځبه راویښ سی.»
قرآن کریم (سورۀ 23 مؤمنون/ آیۀ 16)

په اسلام کی د انسان د حقیقت د کشفولو حقیقی غوښتنه او پاڅید لو ته په قیام (پاڅون) وائی . قیام (پاڅون) وهغه پر پښودریدلو ته وائی چی د یوه مرکزیت پر اساس وی او بیله دی چی کومی خواته انحراف وکړی . د مثال په توگه په لمانځه کی دا لومړی قدم ته د خدای پر یواځینیتوب باندی شهادت په خاطر ، قیام وائی.

« آیا پدی باره کی مو د خپل ځان سره فکر کړی چی خدای تعالی مځکه او آسمانونه او هغه څه چی د دوی په منځ کی دی ، په حق سره پیدا کړی او نومولی دی. ولی ډیر خلک د خدای تعالی سزه په لیدلو باندی عقیده نه لری.»
قرآن کریم (سورۀ 30 روم/ آیۀ 8)

د متقیانو مولا امیرالمومینین علی (ع) داسی فرمایلی دی : « ډیر تعجب کوم و هغو کسانوته چی خپل ځان نه پیژنی او غواړی چی خدای تعالی وپیژنی .»

ډیر خلک ددی تصور کوی چی خدای تعالی پیژنی . او دوی ددی گمان کوی چی خدای تعالی موږ پیدا کړی یوو او خپل ځان ته پرایښی یوو. او د قیامت په ورځ بیرته را ظاهریږی. اوزموږ سر نوشت رامعلوموی، یا مو جنت ته استوی او یا دوږخ ته . ولی حقیقت دادی چی هر څوک ددی خاورین ژوند په نشئه کی خپل جنت او دوږخ جوړ کړی دی او دمرگ په وخت هم په همدی نشئه کی تگ کوی. اوخلک پدی فکر کی دی چی دوی د مرگ څخه وروسته کوم بل ځای ته ځی.

حضرت محمد (ص) داسی فرمایلی دی :

«کما تعیشون تموتون و کما تموتون تحشرون.»
« لکه څنگه چی ژوند کوی همدا سی به مړ سی او لکه څنگه چی مړه کیږی همدا سی به حشر (راټولیږی) کیږی . »»

که څوک د خپل ژوند په جریان کی ناآرام او غمگین وی . نو وروسته د مرگ څخه به هم په هم هغه روحی حالت کی سیر کوی. او دا هغه دوږخ دی چی ده خپل ځان ته جوړکړی دی . او تر ابده پوری به هغه کی پاتی سی . نا آرامی ، خوابدی، غضب، حریصتوب ، طمع درلودل ، حسادت او بخیلتوب چی د انسان سروکار ورسره دی ، په اصل کی هم هغه دوږخ دی چی پسله مرگ څخه هم ادامه لری..

د پیغمبرانو تعلیمات او په تیره بیا د حضرت پیغمبر اکرم محمد (ص) تعلیمات ددی اصل څرگندوی دی چی :

«موتوا قبل ان تموتوا.»
«مړه سی تر ددی دمخه چی تاسی مړه کړی .»

دا تعلیمات پدی معنی دی چی د خپل سر کښه طبعیی نفس او محدوده موجودیت څخه باید مړه او هغه پریږدو او هغه حجابونه چی واقعیت پټوی ، باید څیری کړو.، تر څو وکړای سو چی په دواړو عالمونو کی په سوله او آرامی کی او سو

کوم وخت چی انسان په خپل د وجود په ثابت مرکزیت کی قیام (پاڅون) وکړی او بعدونه او مجازی محدودیتونه مات کړی ،نو هغه وخت به خلاصون او ابدی ارامتیا تجربه کړی. لکه یو څاڅکی او به چی په دریاب کی حل سی او ددریا ب پراخوالی او ستر والی او لوئی تجربه کړی . دا سلوک ته په عرفان کی فنا په خدای تعالی او بقا د الله سره ویل کیږی او د قیامت د اصل او پاڅون بیانوی..1


_____________________________
مآخذ:
1- Molana Salaheddin Ali Nader Angha, Sufism, The Reality of Religion (Riverside, CA: M.T.O. Publications®, 2002)

Bitte aktualisieren Sie Ihren Flash Player!