د نبوّت اصل
د نبي اكرم حضرت محمد (ص) رسالت

<< محمد د خداي تعالي پيغمبر دي .>>
قرآن کریم، سورۀ فتح (48) آیۀ 29

په اسلام كي د خداي پر يواځنيتوب او توحيد باندي د شهادت وروسته ؛ شهادت د حضرت محمد (ص) پر رسالت باندي واجب دي .

«اشهد ان لا اله الا الله.» " شهادت وركوم نسته خداي بيله الله څخه."»
«اشهد انّ محمّداً رسول الله.» << شخادت وركوم چي محمد د خداي تعالي پيغمبر دي .>>

په حضرت محمد (ص) باندي ايمان او هغه څخه ا طاعت په قران كريم كي په وار وار فرمان سوي دي:

<< په استوار قران قسم چي ته ئي هغه د رښتيا د لاري راستوونكي . >>
(سورۀ 36 یس/ آیات 2 الی 4)

<< هغه چي ستا سره پيمان تړي ددي څخه بل شي ندي چي د خداي سره پيمان وتړي. د خداي تعالي لاس دي لوړ ددوي د لاسونو څخه. نو هر څوك چي پيمان ماتوي ؛ دا پدي معني دي چي د ځان سره پيمان ماتوي او هغه چي پر ثابت پاتي سي پر هغه چي د خداي سره وتړي پيمان نو ژر وركړي ده ته غټه سزا .>>
(سورۀ 48 فتح/ آیۀ 10)

حضرت رسول اكرم محمد (ص) د يوه نړيوال پيغمبر؛ د يوه شاهد ؛ ديوه خبر رسوونكي ؛ او زيري وركوونكي زموږ خواته رااستول سوي دي. ( 25 سوره ؛ 56 ايات ؛ 33 سوره 45 ايات ؛ 34 سوره 28 ايات)

<< اي پيغمبره په رښتيا سره وا مو استولي شاهد ؛ خبر رسوونكي او زيري رسوونكي .>> ( 33 سوره 45 ايات )

دده خبرو ته بايد غوږ كښيږدو او ده ته احترام وكړو ځكه دي دي پر مومينانو د خداي تعالي د طرفه فضل

<< په رښتيا چي خداي پر مومينانو باندي فضل كړيدي ځكه چي ددي د منځ څخه ئي راپورته كړي يو پيغمبر؛ چي ووائي دده اياتونه او دوي پاك كړي او دوي ته كتاب او حكمت ورزده كړي كه څه هم دوي د مخه په معلومداره گمراهي كي وه .>> ( 3 سوره 164 ايات )

پيغمبر اكرم موږ د خداي و خواته وربولي او دي يو روښانه نور او دده اطاعت كول د رستگاري موجب دي ..

<< د خداي خوا ته بلنه وركوونكي او روښانه څراغ.>>
(سورۀ 33 احزاب/ آیۀ 46)

<< او هغه څوك چي د پيغمبر اطاعت وكړي ؛ دي د هغو كسانو د جملي څخه دي كومو ته چي خداي تعالي نعمت وركړي د د پيغمبرانو ؛ رښتيا ويونكو؛ او د خداي د لاري د شاهدانو ؛ او څومره ښه ملگري دي .>> ( 4 سوره 69 ايات)

د نبوت اصل ددي څخه دي چي خداي تعالي د خلكو د منځ څخه رسول راپورته كووي او خپل پيام دده د لاري اعلانوي. دا د حق د كلام وسيله ده چي دخداي د خوا انتخاب سوي ده د وحي د لاري .

د پيغمبر د پاكي او خلوص درجه پدي باندي قادر ده چي الهي كلام او امانت د هر رقم ناولتوب څخه وساتي . د پيغمبرانو وجود او ددوي رسالت د خداي تعالي د عشق او رحمانيت او بخښني يو ه روښانه نښانه ده. پيغمبران د خداي تعالي سره د وصول لاره پيژني او موږ هم بايد د دوي د لاري څخه پيروي وكړو. د طبعيي علومو پوهان په حقيقت پٍسي په د باندي كي گرځي ولي پيغمبران د خپل ځان حقيقت پسي د خپل ځان په ژوره كي گرځي اوهغه پيدا كوي.د هستي علم په زړه كي او مكنونه حقيقت لاسته راوړل يو روحاني استاد ته ضرورت لري چي بايد انسان ته باطيني د خداي د لاري دده په زړه كي معرفي سي . دا باطيني استاد لاره پيژني او پدي باندي قادر دي چي موږ د الهي وحي د حقيقت و پيژندو ته په حاضر وخت كي رهنمائي كړي. ددي كبله دي چي د نبوت او د امامت داصل ادامه زموږ لاره را خلاصوي




Bitte aktualisieren Sie Ihren Flash Player!