آسمانونه او مځکه

إن في خلق السماوات و الأرض واختلاف الليل و النهار لآيات لأولي الألباب.

وگوره ! د آسمان او د مځکی په راپیدا کولو کی ، اود شپی او دورځی په جلا والی کی د عاقلانو د پاره په حقیقت سره یوه نښانه سته . »
(3:190)

إن في السماوات و الأرض لآيات للمؤمنين. (السورة 45، الجاثية، الآية 3).

د آسمانونو په پیدا کیدو او د ژوندو په پیداکولو او د انسان په گډه سره نښانی سته . (45 سوره 3 آیات)
(45:3)

هو الذي خلق لكم ما في الأرض جميعا ثم استوى إلى السماء فسواهن سبع سماوات و هو بكل شيئ عليم. (السورة 2، البقرة، الآية 29).

په حقیقت سره چی په آسمان او په مځکه کی د هغو کسانو د پاره چی عقیده لری ، یوه نښانه سته . (45 سوره 3 آیات) خدای تعالی د مځکی او د آسمانونو، د ورځی اود شپی او زموږ د نفقی د مځکی او آسمانونو د معجزی آفریدگار دی. (27 سوره 64 آیات)

په قرآن کی خدای تعالی په وار وار مځکه او آسمانونه یاد کړی. نه یواځی مځکه او آسمانونه بلکه کهکښانونه،لمرونه ،سیاری او همدارنگه زموږ خپل "مځکه او آسمانونه" یادوی. مځکه زموږ د سلولی موجودیت یعنی د فیزیکی بدن او د هغه د ضروریاتو سمبول دی . البته زموږد موجودیت ټولی دندی ، کومی چی موږ ئی د حیوانانو سره گډی لرو. او آسمانونه زموږ د لوړ، لطیف ، نازک او احساس د موجودیت او زموږ د روح دحالت سمبول دی .موږ په خپل ځان کی مځکه او آسمانونه را سره لرو اوانتخاب هم زموږ په لاس کی دی چی څه ته توجه وکړو.
د 12 پیړی عارف سبزواری وائی چی خلک تر حیوانانو بدتر اوتر ملائکو ښه تر کیدای .البته چی خلک بدتر دی ځکه حیوانان بی گناه دی..

هر شی چی ده پیداکړی په ښه ترین شکل ئی پیداکړی دی. (32 سوره 7 آیات) او دا یو مهم د تو جه وړ سبق دی .موږ هر یودده پیدا یو اوددی کبله ښه پیدا، او موږ ته ضرور ده چی زموږ د ښه والی سرچینه زموږ په دننه کی پیدا کړو ، تر څو هغه ته وده ورکړو، وغوړیږی او موږ په عادل کی ژوند وکړو.موږد خدای دباندی صورت یواو ددی مهارت لرو چی دهغه سپیڅلی خصوصیات او څرنگوالی منعکس کړو ، په یوه شرط چی موږ خپل لطیف او نازک څرنگوالی ته په خپل وجود کی وده ورکړو.

هو الله الخالق البارئ المصور له الأسماء الحسنى يسبح له ما في السماوات و الأرض و هو العزيز الحكيم.

  دا الله دی ، پیدا کوونکی ، جوړونکی ، آفریدگار او شکل ورکوونکی . تر ټولو ښکلی نومونه دده دی. هر شی چی په آسمانونو او مځکه کی دی ،دده حمد او ثنا وائی او دی دی تر ټولو قدرتمند او حکیم.
(59:24)









Bitte aktualisieren Sie Ihren Flash Player!