مسلمان څوک دی؟

د: عرفان د مذهبونو تر منځ د پله څخه
د: حضرت مولانا صلاح­الدّین علی نادر عنقا، داویسی پیر اثر


خلک پدی باره کی چی "مسلمان" څوک دی نظرونه په خپل ذهن کی لری کوم چی د بیلا بیلو اجتمائی او عمومی خبرو څخه راپورته سوی دی او حقیقت ته لری. یو څوک یواځی پدی چی دی په مسلمانه او یا مسیحی کورنی کی او یا په یوه اسلامی او یا مسیحی هیواد کی زیږیدلی وی نه مسلمان اونه مسیحی کیدلای سی.

د رسمونو او مراسمو څخه چی په ټولنو کی رواج دی پیروی د مسلمانی دلیل نه سی کیدلای. د مثال په توگه خلک سته چی 5 وخته لمونځ یو رقم حرکات اجرا کوی او دا لمونځ بولی او ځان مسلمان بولی. حال داچی دا کار چی په تقلیدی ډول او حقیقی علم څخه خالی وی د مسلمانی نښانه پکښی کی نه سته. حضرت شاه مقصود صادق عنقا فرمایلی دی:

"په لمانځه کی هرعمل او ذکر پر ظاهری شکل باندی برسیره یوه معنا او روحانیت لری چی د ژوند و لوړودرجو اوو حضرت باریتعالی ته د نژدی کیدو سبب گرځی.... حقیقی لمونځ په اصل کی د حق د تجلیاتو لیدل دی او د حضرت معبود خالصه بنده گی، او د زړه په پاکه هنداره کی و نورانی عقل ته متوجه کیدل او د مطمئین نفس لیدل چی تاثیرات ئی بیله تکلیفه په ژبه او د بدن په غړو باندی وویل سی او دهر رقم شک څخه د باندی وی تر څو روح په مجاری صافیه او معارفه خاطیروکی سیر وکړی او د اَلعُبُوديَّةُ جَوهَرَةٌ کُنْهُهَا الرُّبُوبِيَّةُ و معنی ته ورسیږی.."

ایا دا د عروج مرتبه د ټولو خلکو چی ځان مسلمان بولی نصیب کیږی؟

یو واقعی مسلمان هغه څوک دی چی خدای تعالی ته تسلیم سی. نو ایا کیدای سی چی دا رنگ مسلمانان سره مقایسه کړو؟ نو ایا کیدای سی چی دا رنگ مسلمانان سره مقایسه کړو او ایا دا په دی د ادابو او رسمو رواجو او د دینداری په روښو کی توپیر ددی څرگندوی چی ددوی عبادت حقیقی او د خدای یواځنیتوب او معرفت ته د عروج نښانه ده؟

پیغمبران واقعی مسلمانان دی. واقعی مسلمان هغه څوک دی چی د معرفت لوړی مرتبه ته رسیدلی وی. هغه څوک چی دا ویلای سی څوک مسلمان دی هغه یواځی لایزاله خدای نعالی دی!حقیقی مسلمان د افتخار وړ دی. د مسلمان کیدو او دداسی افتخار تر لاسته کیدود پاره باید سیر او سلوک وسی اود معرفت او پیژندنی د مرتبوڅخه باید تیر سو.


_____________________________
مآخذ:
1. Nader ANGHA, Hazrat Salaheddin Ali, Sufism, A Bridge Between Religions, M.T.O. Shahmaghsoudi Publication®, Riverside, CA, USA, 2002, pp. 47-50.
2. Sadegh ANGHA, Hazrat Shah Maghsoud, Al-Rasa'el, University Press of America, Lanham, 1986, pp. 17 & 62.

Bitte aktualisieren Sie Ihren Flash Player!