اسلام او ددین یوالی

د ټولو دینونو بنسټ پر یوه اصل باندی ولاړ دی او هغه د یواځنیتوب اصل دی. پیغمبرانو وانسانانو ته دغه الهی پیغام راوړی دی چی خدای تعالی یواځنی دی او هر انسان کولای سی چی هغه وپیژنی. که یو خدای او یو واقعیت وی نو باید یو دین هم وی. نو ددی کبله ددینونو د کلمه مفهوم څه دی او ددین واقعیت څه دی؟

عرفان موږته رازده کوی چی د پیغمبرانو لکه حضرت موسی ، حضرت عیسی او حضرت محمد (ص) تعالیمات یو د بل سره توپیر نه لری بلکه ټول پیغمبران مشتاق انسانان یې د خدای تعالی د یواځنی پیژندنی ته رابللی دی او د انسان ملکوتی مرتبو ته دعروج لاره او په اخیر کی د خالق او مخلوق یواځنیتوب رازده کوی. هر یو پیغمبر د دین د پیژندنی د خاصی مرتبی یعنی دیواځنی واقعیت د پیژندنی تعلیم راکوی. په بل عبارت ددین واقعیت د پیغمبرانو د خوا په مرتبو کی اعلام سوی دی تر څو اخیری روحانی عروج ممکن سی.

کارن آرمسترانګ تکړه پلټونکی د «خدای پیژندنی د تاریخ » کتاب کی داسی وایې:

هغه ورځ چی ورقه بن نوفل مسیحی چی اعلام وکړی چی حضرت محمد (ص) رښتینی پیغمبر دی، نو نه هغه او نه حضرت محمد (ص) ددی انتظار درلودی چی هغه دی مسلمان سی. حضرت محمد (ص) هیڅوخت نه د یهودیانو او نه د مسیحانو څخه دا غوښتنه کړی وه چی مسلمانان سی، بلکه دوی پخپله غوښتل ، ځکه دوی پخپله پیغمبران درلودل کوم چی دالهی وحی حاملین وه.قران کریم د مخکینیو بیغمبرانو رویښونه ، وحی او پیغامو باطل نه بولی. بلکه پر دی باندی ټینګار کوی چی د بشر دینی تجربی سره تړلی دی . دا ټکی د ډیر اهمیت وړ دی او باید هغه ته توجه وسی ، ځکه ډیر خلک په غرب کی پدی نظر دی چی اسلام د نورو دینونو سره جوړ نه راځی او هغو ی نه قبلوی. حال داچی دا خبره حقیقت نه لری او مسلمانان د همهغه پیل څخه الهی وحی تر یهودیانو او مسیحانو څخه لږ یواځی پر څپل بیغمبر باندی محدودګنلی[1]

حضرت صلاح الدین علی نادر عنقا ، د اوسنی وخت عالیقدر عارف د «عرفان » په کتاب کی داسی فرمایی:

عرفان د پیغمبرانو د تعالیماتو جوهره ده او د بشریت د تاریخ د پیل څخه موجود وه ځکه چی د معرفت «تخم» د هر انسان په زړه کی سته او په هر وخت کی پیغمبران لکه زردشت ، بودا ، موسی ، عیسی آو حضرت محمد (ص) د خلکود رهبری او بشارت د پاره او د هغه الهی علم د پیداکولو د پاره رااستولی دی . هر یو د پیغمبرانو څخه د ځان سره خپل تعلیمات او عملی دستورونه د حقیقی پلټونکو د دوی ددننی سیر راوړی دی.[2].

خدای تعالی په قران کریم کی فرمایی:

قُلْ آمَنَّا بِاللّهِ وَمَا أُنزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَالنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ

(3:84)

بووایه چی ایمان مو راوړی دی پر خدای او هغه څه چی پر موږ باندی نازل سوی او هغه څه چی پر ابراهیم او اسماعیل، پر اسحق یعقوب او اسباط او پر موسی او عیسی او د پر وردګار پر پیغمبرانو باندی نازل سوی دی. ددوی تر منځ هیڅ فرق نه کوو او موږ یو پر ده باندی اسلام راوړونکی .

دا لوړ آیات په ښکاره سره وایی چی اسلام تر پیغمبرانو تر منځ فرق نه کوی او د هغه وروسته سمدلاسه په دا بل آیات کی فرمایی:

وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ

(3:85)

هر څوک چی بیله اسلام څخه بل دین غواړی هیڅوخت به قبول نه سی او هغه دی په اخیرت کی دزیانکارانو څخه

نو ددی کبله که محقق بشر نن ورځ دا عوامانه مفهومونه او غلط تعبیرات کوم چی د افراطی او سطحی برداشتونو څخه چی د اسلام څخه یی لری، صرفنظر وکړی نو ددی پیام په حقیقت ،کوم چی د یواځنیتوب د اصل افشا کوونکی دی.ځکه اسلام واﺬلی پوهی او خدای تعالی ته د تسلیم په معنی او د انسان الهی مرتبی ته عروج را متجلی کوی. دلته دی چی یو څاڅکی د محدوده څخه راوځی او په دریاب کی فنا کیږی او په بل عبارت سره دا څاڅکی په دریاب کی حل کیږی او لایتناهی عظمت ته تسلیم کیږی او د یواځنیتوب اصل تجلی کیږی. اسلام یعنی و مطلق واقعیت ته ، خدای ته تسلیم کیدل.ځکه انسان د عشق په جﺬبه او دیقین او شهود پر بنسټ ﺬاتی او الهی علم ته کوم چی «زما» په موجودیت کی مستتر او د خپل وجود په دننه کی د زړه په کعبه کی د خدای په یواځنیتوب شاهید کیږی. [3]


_____________________________
مآخذ:
1. Karen Armstrong, A History of God: The 4000-year Quest for Judaism, Christianity, and Islam (New York: The Random House Publishing Group, 1993) pp.152-153.
2. Molana Salaheddin Ali Nader Angha, Sufism ( Irvine, CA: M.T.O. Publications,1996) p. 26.
3.Molana Salaheddin Ali Nader Angha, Peace .(Verdugo, CA: M.T.O. Shahmaghsoudi Publications 1987). p. 32.

Bitte aktualisieren Sie Ihren Flash Player!