حجاب د روحانی ساتونکی او د د ننه پټوونکی په توګه

روحانی حجاب هغه دننه پوښ دی چی په ټولو لحظو کی لکه یو ساتو نکی ، کوم چی د حقیقت پلتوونکی سالک د ستومانی ، ستړیا ، د چاپیریال د ږغ اوږوغه او همدارنګه د منفی خاصیتونو څخه لیری کوی او ساتی. دا ساتونکی د لکه یو ټینګ دیوار چی د متغیرو مسایلو او د ژوند ورځنی ستونځو او مشکلاتو په مقابل کی دریږی او دانسان ودننه ته یۍ نه پریږدی اود هغه د پاره ددننه قابلیتونو وده ته چمتو کوی. د مثال په دول د تخم د ودی د پاره هغه پوش او پوستکی چی دخاورو سره مجالست لری ،لکه یو ساتونکی داسی دی چی تخم وکولای سی چی وده او نمو وکړی. او تر څو په هغه معین وخت کی ددی لرګی څخه راووځی او سرراپورته کړی. انسان هم باید دغه دننه پوښ او حجاب ولری تر څو د د باندی مسایلو پرضد مقابله وکړای سی. او دهمدی لاری خپل په دننه کی قابلیتونه وغوړولای سی. دا حجاب د حق د لاری پر ټولو سالکینو باندی واجب دی. د لمانځه ، روژه ، ذکر، دعا، او نورو شرعیی احکامو څخه هدف د هم آهنګی حصول د انسان د نازکی پیکری د ودی او پرورښ دپاره دی ، ترڅو انسان وکړای سی چی د خدای پیغام تر لاسه کړی.

قران کریم ، ۴۲ د شورا سوره ، ۵۱ آیات

اود هیڅ بشر سره خدای تعالی خبری نه کوی ، مګر دد ل وحی او یا دحجاب تر شاه او یا د پیغمبر لاری او ور ورسوی د هغه غوږ ته هرڅه چی هغه وحی وکړی ا و هغه دی لوړه مرتبه او حاکیم .

د اویسی شاه مقصودی طریقت دمکتب د تعالیماتودمخی ددی اذلی نور مرکز او سرچینه د انسان په موجودیت یعنی د مومن په زړه کی ده. مولانا حضرت شاه مقصود صادق عنقا ، اویسی پیر هغه د «حیاتی عقده» په نامه هغه نومولی ده ا و تعلیم ورکوی چی د بشر جوړښت ۱۳ الکترومقناطیسی مرکزونه لری. ددی ذاتی سیسټم کشف او پرورش او روزنه د انسان د وجودی واقعیت د پیژندنی د پاره لازمه هم آهنګی تیاروی. «عارف» او یا په بل عبارت «د وجود ښوونکی» د حق دسالک د خپل ځان پیژندنی په لاره کی رڼا کوونکی دی 1


_____________________________
مآخذ:
1- Molana Salaheddin Ali Nader Angha , Theory “I”,( Riverside , CA : M.T.O. Publications®, 2002)

Bitte aktualisieren Sie Ihren Flash Player!