د غفلت حجاب

د غفلت حجاب په اصل کی لکه یوه پرد ه چی د انسان ټول موجودیت یې پوښلی دی او هغه وخدای ته د نژدی کیدو مخنیوی کوی، او د خپل ځان دننه اوذاتی واقعیت د پیژندنی ته خنډ کیږی. د ناولو خاصیتو او منفی کارونو لکه خودخواهی، حریصتوب، کبر او خپل ځان پرستیشاو حسادت او د معدودو قواوو او حواسو څخه په کار اخیستو سره د انسان په دننه کی حقیقت اود په زړه کی د خدای د نور تجلی پوښی. په نتیجه کی انسان دخپل «زه» د حقیقت په پیژندو نه بریالی کیږی او یواځی د هغه په مجهوله او تصوری واقعیت باندی ځان خوښوی.

زموږ معدوده اخیستنی دهستی د واقعیت څخه په اصل کی د حقیقت پر مخ باندی یو حجاب دی.موږ ددین و تعالیم نه غوږ نیسو ولی ددی پر ځای چی واقعیت وپیژنو کوم چی تر الفاظو تر شاه دی ، هغه څه چی زموږ د غوښتنو سره سر خوری هغه درکوو. لکه څنګه چی موږ پوهیږو چی «الفاظ معنی نه سی رانقل کولای». د مثال په توګه موږ عبادت کوواو لونځ کوو، ولی زموږ عبادت اکثرا وخدای ته، هغه یواځنی معشوق ته دنژدی کید وله کبله ندی، بلکی زموږ غوښتنی او ضعفونه زموږ د عبادت سبب دی. نو ددغه تصور پخپله یو حجاب دی چی د خدای او یواځنیتوب د پيژندو خنډیږی. په قران کریم کی راغلی دی چی د غافلانو پر سترګو ، غوږو او زړونو باندی حجاب پروت دی. د سالک هدف د خپل نفس تزکیه او ددی حجاب لیری کول دی. 1

مهر وهلی دی خدای ددوی پر زړونو ، سترګو او غوږونو باندی او ددوی دپاره دی یو لوی عذاب. قران کریم د بقری سوره ، ۷ ایات

حضرت پیغمبر اکرم محمد (ص) داسی فرمایلی دی: چی ستا اودحق تر منځ اویا زره حجابه د نور او تاریکی سته. دتاریکی د حجاب څخه مقصد د جهالت او ناپوهی حجابونه دی، چی انسان یې په محدودیت او ضعفونو کی جوړی. اود نور حجابونه بیا دنور هغه مرتبی او روښانه افقونه دی چی د په سیر او سلوک کی د مومن زړه څخه دده د لاری د رڼا په خاطر دی تر څو وهغه اخیری مقصد ته ورسیږی. هر توقف پدی لاره کی یو حجاب دی چی دی د هغه هدف څخه لیری کوی.

وخت یې دی چی ور وښوو خپل آیاتو ددوی په خپل ځانو کی ، تر څو ددوی د پاره روښانه سی چی هغه حق دی ، آیا ددوی بس نده چی د پروردګار د پاره هر څه څرګنده دی.

قران کریم ، ۴۱ د فصلت سوره ، ۵۳ آیات


_____________________________
مآخذ:
1- "Words do not convey the meanings": From Molana Shah Maghsoud Sadegh Angha, Dawn (Verdugo City Ca: M.T.O. Shahmaghsoudi Publications®, 1991).

Bitte aktualisieren Sie Ihren Flash Player!