په قران کریم کی د «حجاب» په باره کی آیاتونه

د حجاب دتاریخ او سرچینی څخه په صرفنظره سره ، پدی حاضر وخت کی حجاب د اسلام د شریعیت په قوانینو کی رسمی بڼه ځان ته غوره کړیده. حجاب د یو څو آیاتو په موجودیت په قران کریم کی پر ښځو باندی تحمیل سویدی. دا آیاتو نه عبارت دی : د نور دسوری څخه ۳۰،۳۱ او د احزابود سوری څخه ۵۸ او ۵۹ آیاتونه

۲۴ دنور سوره _ ۳۰،۳۱ آیاتونه

قران کریم د نور سوری په ۳۰ او ۳۱ أیاتونو کی د پاک لمنی د اصل ضرورت اعلاموی. پدی اصل کی ښځی او نارینه شاملیږی.

بووایه ومسلمانو نارینو ته چی خپلی سترګی کښته واچوی او پاک لمنی اوسی ، ځکه چی دا ددوی د پاره پاک دی او خدای د هغه څه څخه چی کوی ، اګاهه دی. قران کریم ۲۴ سوره ، ۳۰ آیات

او ووایه وایمانداره ښځو ته چی سترګی کښته واچوی او پاک لمنه اوسی او خپل زیور ښکاره نکړی، يواځی هغه څه چی په خپله څرګند دی، او باید (خیمار) هغه ټوکری پر سر او سینه باندی واچوی، او خپل زیور یواځی خپلو مړونو ته ، یا څبلو پلارو ته ، او یا د مړو نو پلارو ته، زامنو ته ،د میړه و زامنو ته ، ورونو ته ، دورونوزامنو ته ، د خویندو زامنو ته ، هم کیښه ښځو ته ، کنیزانو ته ، بی نیازه خدمت کوونکو ته ، ماشومانوته چی د ښځو پر عورت باندی وقوف ونلری، ښکاره نکړی ، اوخپلی پښی ونه ټکوی تر څو هغه د زینت شیان چی پټ دی ښکاره نه سی . ای مومینانو د خدای ودرګاه ته توبه وکاږی ، امید دی چی رستګاره سی. قران کریم ۲۴ سوره ـ ۳۱ آیات

ددی آیات د رویه ، مسلمانه نارینه او ښځی باید پاک لمنی او عفیت په خپلو اعمالو کی رعایت کړی. د ښځو داغوستلو په باره کی یو اځی د سینو پر پتولو باندی ټینګښت سویدی . قران کریم په دی باره کی کوم جزیات ندی وړاندی کړی او نه یې د نه عملی کولو په وخت کوم مجازات ندی ټاکلی. !

محمد اسد ، یو د هغو لویو او معتبرو پلټونکو څخه دی کوم چی د ا ۲۴ سوره ، ۳۱ آیات په لاندی ډول تفسیروی: 1

د خیمار کلمه چی جمع یې «خمور» دی پدی آیات کی راغلی دی. دا کلمه د سر د پټولو په معنی ده کومه چی د عربو ښځو په منځ کی د اسلام د مخه او وروسته د ښکلا د پاره ځنی کار اخیستل سوی اونه د حجاب د پاره . د ډیریو کلاسیکو مفسیرینو له نظره «خیمار» د اسلام د مخه وخت کی یواځی د ښکلا اړخ درلودی او ښځو هغه پر سر کاوه او خپل ښاته یی اچاوه. د هغه وخت د رسمه سره سم د ښځو کمیس د مخه خواته خلاص وه ، نو ددی کبله پدی ایات کی د سینی پټول د «خیمار» په واسطه امر سویدی. د خیمار کلمه د هغو کسانو د پاره کوم چی د حضرت پیغمبر په وخت کی ژوند کاوه ، یو ه شناخته کلمه وه. دا آیات پدی معنی ندی چی د سر پټول یواځی د ښځی د پاره واجب دی. بلکه د نظر وړ داده چی مشخص باید سی چی پدی آیات په هغه پرخه کی چیری چی خدای فرمایلی دی « مګر هغه څه چی په خپله څرګندوی دی» یواځی په سینه پوری اړه نه لری او هغه برخه باید پټ سی او دسر پوښل اجباری ندی. د حجاب په باره کی د هر صادق او پاک مومن وجدان د خپل ځان د قضاوت د پاره کفایت کوی، ځکه د اسلام د شریف پیغمبر څخه نقل سوی دی چی : « د قضاوت د پاره د وجدان راییه ته رجوع وکړه او هر هغه څه چی هغه آزاروی، د ځان څخه یۍ لیری کړی.

۲ـ ۳۳ د احزاب سوره ، ۵۸ ، ۵۹ آیاتونه

 

هغه څوک چی مومن نارینه او ښځی ازروی هغه دی چی په څرګنده سره یۍ تهمت او ګناه واخیستله ـ قران کریم، ۳۳ سوره ، ۵۸ آیات ای پیغمبره ووایه خپلو ښځو او لوڼو ته او مومنو ښځو ته ، چی واچوی پر ځان باندی یو روپوښ ، دا نژدی هغه ته د ی چی وپیژندل سی او خدای بخښونکی او مهربان .ـ قران کریم ۳۳ سوره ، ۵۹ آیات

ددی آیات د مخی په هغه وخت ښځی او نارینه دواړه ازاریدل او ددی دلیل چی د کور څخه دباندی (جلاییب) واغوندی دا وو ، چی آزار او ازیت نه سی. هدف دا ندی چی ښځی روپوښ واغوندی او په کور کی حبس سی، بلکی د هغو د آزار کیدو مخنیوی وو. په هغه ټولنو کی چی د ښځی د پاره د تهدید خطر نسته او ددباندی جامی اغوستل د هغی د مسلمانیوالی نښانه نده ، یواځی د دی جامی اغوستل مفهوم نلری اودقران ددی حکم نه اجرا کوی. 2

په څرګنده سره په بیلا بیلو ټولنو کی ددی پر ځای چی دقران واقعی ومنی ، په فرهنګی او قومی رسم او ریواج باندی بوخت او عمل کوی. او په نتیجه کی د حجاب سطحی معنی یعنی یو کوچینی پوښ د ښځود پاره په نظر کی نیسی او د هغه و پراخه معنی ته توجه نه کوی.

ندیر زین الدین وایی چی د شخص اخلاقی شونات او صادقه نجابت او وجدان تر ظاهری حجاب ډیر ښه دی. دظاهری حجاب څخه به کومه نتیجه تر لاسه نکړی ، بلکی پاکی او فطانت د هر کارونکی شخص په ذات کی موجود دی . او پدی برخه کی د خپل کتاب د «السفور و الحجاب» په نامه داسی پای ته رسوی چی دا یوه اسلام وظیفه نده چی مسلمانی ښځی حجاب پر سر باندی کړی ، او که اسلامی قانونګذارانو ددی پریکړه کړی وی چی پر مسلمانو ښځو باندی حجاب واجب دی ، نو د هغو عقیده غلطه ده 3

دنن ورځی حجاب په ډیرو هیوادو کی دیو ه سیاسی عقیدی دوسیلی او ابزار په توګه د باندنیو هیوادو څخه د آزادی په لاره کی کار اخلی.

د هر ډول نظریه او دلیل پر بنسټ د ښځو د سر او ځان د پوښولو دستوالعمل په قران کریم کی نشته.


_____________________________
مآخذ:
1- Translated and explained by Muhammad Asad, The Message of the Qur'an ( Dar al-Andalus, Gibraltar. 1984) p.538
2- Ibrahim B. Syed, article on Women in Islam: Hijab, (Islamic Research Foundation International, Inc, Louisville , KY. November 3, 1998)
3- Nazira Zin al-Din, al-Sufur Wa'l-hijab (Beirut: Quzma Publications: 1928), p 37.

Bitte aktualisieren Sie Ihren Flash Player!