حجاب د ښځو د پټولو تر عنوان لاندی

د حجاب تاریخچه

د حجاب یو ه ریواجه معنی همهغه پوښل د ښځو په جامو کی دی.

په مقدس متنونو کی د حجاب په باره کی پلټونکی ودی ټکی ته اشاره کړی ده چی حجاب په اسلام کی باید د ښځو د اجباری پوښولو په معنی نه وی، ځکه چی حجاب د قران د وحی د نزول تر مخه په وخت پوری اړه لری. د سر پوښ ډیر وخت مخکی تر اسلام د ظهوره د عربو په منځ کی د نور هیوادو سره په ارتباط می ریواج وه. د ښځو دپاره دا مخصوص حجاب د هغو د اجتماعی منزلت څرګندوی وه.

لیلا احمد د « ښځه او جنسیت په اسلام کی د تاریخی ریښو سره یو مدرنه بحث» په کتاب کی وایې چی د ښځو حجاب او ددوی بیلتون د ټولنی څخه د ساسانیانو په ټولنه اود منځنی ختیځ د مسیحانو اود مدیترانی د منطقو د خلکو په منځ کی تر اسلام د مخه ریواج وو. د حضرت محمد (ص) په وخت کی ، هغه هم د هغه د ژوند په اخیرو وختو کی د هغه میرمنی حجاب درلودی. 1

دا په ادامه کی داسی وایۍ:

« حجاب د عربو ټولنی ته د حضرت محمد (ص) د خوا ندی معرفی سوی، بله هغه د ټولنی په ځانګړو طبقو کی ریواج وو. حجاب د یوه ټولنیز مقام او منزلت څګندوی وو او د یونانیانو ، رومیانو ، یهودانو او آسوریانو په منځ کی په بیلابیل ډول ریواج وو. حجاب په قران کی په صریحه ډوله ندی جایز سوی، او هغه آیا ت چی د ښځود پوښولو په باره کی د ی محدود دی ، او ښځی د عورت د سینو په ستر موظف کوی.( ۲۴ سوره،۳۱ او ۳۲ آیاتونه). د حضرت محمد (ص) د ژوند په وخت کی یواځی د هغه میرمنو حجاب درلودی. او په حدیث کی د « هغی حجاب وکړی» اصطلاح پدی معنی وه چی هغه د حضرت محمد (ص) میرمنه سوله. ولی دا معلومه نده چی څنګه دا رسم د ټولنی نورو ښځو ته ورورسیدی. په ډیر احتمال سره کیدای سی چی مسلمانانو پر نورو هیوادو باندی په بریالیتوب سره په هغو منطقو کی چی حجاب د ټولنی په طبقاتو کی د یو ه منزلت او مقام په توګه مروج وو ، او همدارنګه د ثروت او بډایې د عربو په منځ کی د یو ه ښه منزلت او همدارنګه د حضرت محمد (ص) د میرمنو چی د سنبل تر عنوان لاندی حجاب ددی سبب وګرځیدی چی حجاب په عمومو کی ریواج سی.» 2

د چادر کلمه چی په حاضر وخت کی په ایران کی په حجاب ریواج دی د خیمه معنی ورکوی. ددی ریښه د اسلام دمخه په ریواج پوری اړه لری، چیری چی اشرافی او بډایه ښځی په کجاوو کی وړل کیدلی کوم چی شااو خوایې په چادر پوښلی وی. 3

جان ایسپیسټو د جورج په پوهنتو ن کی د اسلامی پلټنو پرو فیسور لیکی چی د پوښولو د حجاب رسم په اصل کی د هغو هیوادو لکه ایران او شرقی روم په اشغال سره رامنځ ته سو او وروسته د قران په اسلامی ارزښتونو پوری وتړل سول. په قران کی حجاب اودښځو جلاوالی په تصریح سره ندی ویل سوی، برعکس په قران کریم کی د ښځو او نارینو ګدون په ټولینز ژوند کی تاکید سویدی. 4

شیخ محمد غزالی د «د فقه او حدیث تر منځ سنت» په کتاب کی داسی وایې چی ټول روان رسوم چی د عقب ماندګی سبب ګرځی او د ښځو د ګډون په ټولنیز ژوندکی ممانعت کوی ، په اصل کی د جاهلیت په وخت پوری اړه لری او ددی کار ادامه د اسلام د روح پر ضد دی. غزالی وایۍ چی د اسلام د پیغمبر په وخت ښځی او نارینه په مساوی توګه ژوند کاوه اوپه کور ، مسجد او دجنګ په میدان کی همدارنګه. د نن ورځی حقیقی اسلام متاسفانه د اسلام په نامه نسکوره سویدی. 5

شیخ غلایېنی د «اسلام د تمدن روح» په کتاب کی حجاب د اسلام د مخه په وخت پوری تړی او مسلمانانو د نورو منطقو د خلکو په یو ځای کیدو سره زده او رواج کړه. 6

ننذیر زین الدین پدی ټکی باندی ټینګار او تاکید کوی، چی حجاب د اشرافی کورنیو په منځ کی د هغوی داجتماعی منزلت او مقام څرګندوی وو . او هغه د شیخ عبدالقادر مغربی څخه نقل کوی چی حجاب د یوه رسم او ریواجه سنت په حیث د بډایه ښځو او د هغو د کورنیو د اجتماعی منزلت نښانه وه. نذیر زین الدین و دی نتیجه ته رسیدلی دی چی حجاب لکه نن ورځ چی پیژندل سوی او ریواج دی د اسلام د شریعیت سره سر نه خوری. 7

یو بل مسلمان پلټونکی عبدالحلیم اوبوشیق، یوه پوره پلټنه په اسلام کی د ښځی په باره کی د « د ښځو آزادی د پیغمبر په عصرکی» تر عنوان لاندی په کتاب کی کړیده اود نذیر زین الدین او غزالی سره هم عقیده دی ، چی مسلمانی ښځی د حضرت محمد (ص) په وخت کی ښه منزلت او شرایط درلودل. 8

د یوی پیړی را پدی خواه په اسلامی ټولنو کی د اغوستلو او نه اغوستلو د حجاب مسله د اختلاف سره مخامخه ده.

مراکشی جامعه پیژندونکی ، فاطمه مرینیسی د «حجاب او نارینوو » په کتاب کی داسی وایې: په اسلام د ښځو د حقوقو څخه په طرافداری سره ، یو ه محافظه کاره او زوړ نظر د ښځو او نارینو جلاوالی په ټولنه کی ، چی زړی ریښی لری ، نیوکی کړی دی او هغه یې د قدرت او استبداد وسیله ګڼلی ده ، کوم چی په اسلامی ټولنو کی د ښځو پر حقوقو باندی په تیری سره په بیلابیلو خصوصیاتو سره شته. 9


_____________________________
مآخذ:

1- Ahmed, Leyla, Women and Gender in Islam: Historical Roots of a Modern Debate , (New Haven: Yale University Press, 1992), p.5
2- Ibid., p. 56
3- Aslan, Reza, No god but God, (Random House Inc. New York , NY , 2005) p.65
4- John Esposito, Islam: The Straight Path,(Oxford University Press, 3rd Edition, 2005) p.98
5- Shaykh Muhammad al-Ghazali.: Sunna Between Fiqh and Hadith (Cairo: Dar al-Shuruq, 1989, 7th edition, 1990)
6- Shaykh Mustafa al-Ghalayini, Islam ruh al-madaniyya(Islam: The Spirit of Civilization) ( Beirut : al-Maktabah al-Asriyya ) 1960) P.253
7- Nazira Zin al-Din, al-Sufur Wa'l-hijab (Beirut: Quzma Publications, 1928) pp.255-56
8- Abd al-Halim Abu Shiqa, Tahrir al-mara' fi 'asr al-risalah (Kuwait: Dar al-Qalam, 1990)
9- Fatima Mernissi, The Veil and the Male Elite : A Feminist Interpretation of Women's Rights in Islam. translated by Mary Jo Lakeland (Addison-Wesley, 1991)

Bitte aktualisieren Sie Ihren Flash Player!