د لمانځه نورمعنوی ارکان


د لمانځه معنوی رکنونه

- پوهه(تفقُّه) او آگاهی (تفهُّم)
- تعظیم
- هیبت اوبیره
- هیله (رجا)
- خشوع


تفقُّه (پوهه) او تفهُّم(آگاهی)

تفقه او تفهم په لمانځه کی دادی چی هر هغه څه چی په تسبیحاتو ، دعا او د لمانځه په ذکرکی کیږی باید د پوره معرفت او پوهی درلودونکی وی او د هر لفظ لطیفه حقیقی معنی باید پیدا کړی او دهغه واقعی قصد باید اوسی لکه څنگه چی حضرت امام رضا (ع) فرمایلی دی:

"لمونځ یو کلیت ته توجه ده او پدی چی هغه ټول دی دی " او لمونځ هغه د غیره څخه مخ اړول دی او خدای تعالی رضا ته توجه ده."

د علم تعریف د حضرت رسول صلی علیه و اله و سلم په وینا سره داسی دی: لَيسَ العِلمِ بِکَثرَه التَّعَلُّمِ بَل هُوَ نُورٌ يَقذَفَهُ اللهُ فی قَلبِ مَن يَشاءُ. "علم د تعلیم په ډیرښت سره نه دی بلکه دا هغه نور دی چی خدای تعالی ئی دهر چاه په زړه کی چی وغواړی ایږدی ئی."


تعظیم

تعظیم په لمانځه کی د معرفت نتیجه او د هغه حال عبارت دی چی بنده په پوره بنده گی سره د حق په حضور کی د هغه جلال او عظمت او لوئی پر خپل وجود ئی احاطه ووینی.

در قرآن مجید در سورۀ 64 آیۀ 8 آمده است : فَآمِنُوا بِاللهِ وَ رَسُولِهِ وَ النُّورِ الَّذی اَنزَلنا وَاللهُ بِماتَعمَلونَ خَبيـرٌ
نو ایمان راوړی په خدای او پیغمبرئی او روښنائی باندی چی راومواستول او خدای پدی پوهیږی هر څه چی تاسی کوی.


هیبت او بیره

دلمانځه کوونکی هیبت اوبیره په لمانځه کی د حق د مطلقه وجود څخه ده او دده په مقابل د خپل ځان نه لیدل.

خدای تعالی متعال 35سوره 28 آیه 2 کی­فرمائی: اِنَّما يَخشَی اللهَ مِن عِبادِهِ العُلَمؤآ. د خدای د بنده گانوڅخه یواځی هغه پوهان ئی د خدای څخه بیریږی.

یعنی یواځی عالیم دی چی د حق په مقابل کی خاشع دی . ځکه د جاهلو او عوام الناسو عبادت چی د معرفت او علم څخه خالی دی د معنوی مفهوم او ارزښت نه لری. ځکه د کافر د عبادت نه صیح کیدل او د هغه چاه عبادت چی په خدای عارف نه وی همدادی که څه هم په ظاهره سره د اسلام او ایمان دعوا کوی.

دا مشهوردی چی اکثره ائمه اطهار علیه السلام د اوداسه اود لمانځه د قیام په وخت کی د مخ رنگ ژیړ کیده او ددی حال د پوښتنی په ځواب کی به ئی داسی ویل: هر څوک چی پدی پوهه سی چی عبادت ئی د چاه په مقابل کی ، نو هغه داسی کیږی او دا د خشوع پوره والی دی په عینی پوهی او معرفت کی .

داسی کسان سته چی د خدای په مطلقه وجود باندی معرفت لری او بیره ئی داده چی دا الهی عشق دلاسه ورکړی.


رجا (امید)

<< رجأ، د حق په لطف او كرم باندي معرفت او يقين درلودل اود هغه د رحمت، فضل او احسان پراخوالي او د خداي تعالي و عناياتو او عطياتو ته د زړه له كومي هيله درلودل دي.>> 1

حضرت علی ابن ابی طالب فرمایلی دی: << هيله و زړه ته د پرورد گار د لطف نژديوالي دي اود زړه خوښي ده د وعده په ښكلا باندي .>>


خشوع

ذوالنّون مصری وائی:عارف هره ورځ خاشعتره کیږی او هر ساعت او هره لحظه خپل معشوق ته نژدی کیږی
هر څوک چی په زړه کی متوجه او متمرکزوی دد باندی څخه غفلت لری او قواوی ئی په لمانځه کی په نورو شیانوباندی ځان نه اخته کوی، لکه څنگه چی هر لغوه عمل د حق د مقام په عبادت کی دظاهری او باطنو ادابو څخه لیری دی.


_____________________________
مآخذ:
- Sadegh ANGHA, Hazrat Shah Maghsoud, Al-Salat, the reality of Prayer in Islam, M.T.O. Shahmaghsoudi Publication®, Riverside, CA, USA, 1998, pp 5-8.

Bitte aktualisieren Sie Ihren Flash Player!