د لمانځه باطنه واقعیت او ظاهره ارکان

«. په سجده او رکوع او خضوع او خشوع سره د خدای تعالی عظمت ته ورنژدی سه.»
حضرت امیرالمؤمنین علی(ع)

لمونځ په لغت کی ددعا په معنی دی او وخدای ته د نژدی کیدو په خاطر کیږی.لمونځ خپل رکنونه لری چی د هغه اهل په کتابو کی ضبط او و اهل اسلام ته معلوم دی.د لمانځه باطن اسرار لری چی د معاریفو علماو او پوره راسیخه عرفاوو په اثارو کی ذکر سوی دی.

. د لمانځه په رساله کی جضرت مولانا شاه مقصود صادق عنقا داسی وائی: "چی لمونځ په خپل ظاهرو رکنونو او باطنه جهاتو سره یو ځا ی گام په گام لمونځ کوونکی و الهی نژدیوالی ته لارښوونه کوی او د هغه اماره نفس و قدسی نفس ته اوچت کوی. ظاهری رکنونه او باطنی حقایق لمونځ کوونکی و حقیقی عبارت ، د الهی نور شهادت او د خدای تعالی په لویوالی باندی و شهادت ته رسوی."

د لمانځه عملی تهلیل اود لمونځ کوونکی د اسرارو څخه ډک حرکات هغه شیان د ی چی د اسلام په لمانځه کی سته او هم ددی دلیل دی چی ددغو په لمانځه کی حرکاتو تشریح د بشری اندیشو څخه دباندی ده . مطمینآ دا هغه د اسلام پیغمبرحضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و اله و سلم روح او پاک زړه ته واردی سوی وحی دی، او دا هغه الهی عطیه ده د بشر د هدایت او پوره کیدو د پاره په خپل وجودی سیر کی.

. په لمانځه کی د مومن زړه ،ژبه او غړی تکبیر او تهلیل قاصد یو حقیقت دی او هغه د طیبه کلمی لااله الاالله ذکردی چی ئی وویل: «قولوا لا اله الا الله تفلحوا.»

قولوا جمع ده او دا پدی معنی ده چی په ټول همت سره یعنی د زړه په تجرید سره فارغه د هر رقم حواس او هوا باطنی احوال او لسانی ویل او د غړو حرکات ووائی «لا اله الا الله» تر څو رستگاره سی.


_____________________________
مآخذ:
Molana Shah Maghsoud Sadegh Angha, Al-Salât, the Reality of Prayer in Islam, Riverside, CA, USA, M.T.O. Shahmaghsoudi Publications® , 1998, pp. 78-79

Bitte aktualisieren Sie Ihren Flash Player!