عملی کتنه او اسرار او د لمونځ کوونکی حرکتونه

مولانا المعظّم حضرت شاه­مقصود صادق عنقا د الصّلاة، ﭗه رساله كي عملي تهليل اود لمونځ كوونكي دبدن د غړو د حركتونو اسرار ﭗه لاندي ډول بيان كړي دي :«عملي تهليل اود لمونځ كوونكي دبدن د غړو د حركتونو اسرار د مهمّو مسايلو څخه دي كوم چي مخصوص داسلام ﭗه صلوٰة كي دي او د دغه دليل ﭗر بنسټ باندي ﭗه لمانځه كي د واجبه اعمالو تشريح د بشري انديښو د حد څخه وتلي اوﭗه مطمينه ډول سره دا د وحي هغه واردات دي چي د سﭗيڅلي شخص داسلام د پیغمبر حضرت محمّد مصطفی صلّی الله علیه و آله و سلّم و روح او زړه ته سوي دي او دا الهي عطيه ده د بشريت د هدايت او كامليت دﭗاره د خﭗل وجود ﭗه سير كي .1

د اسلام ﭗه صلوة كي لمونځ كوونكي د خﭗل نفس د تزكيه او تنزيه او د خﭗل نفي او د حقيقي توحيد څخه ﭗه مقدماتو او مقرناتو كي بي خبره ندي.

په لمانځه کی د مومن زړه ، ژبه او دده غړی د تکبیر او تهلیل د صلوه څخه قصد یو حقیقت دی چی هغه د لا اله الاّ الله د طیّبۀ کلمۀ ذکردی چی وائی : «قُولُوا لا اِلهَ اِلاَّ الله تُفلِحُوا.»

قولوا جمع ده او ددی معنی لری چی په ټول همت سره زړه بیله د هیلو ، مادی دنیا او نورو قواوو څخه باطنی احوال ، لسانی قول او د غړو فعل ووائی چی «لا اِلهَ اِلاَّ الله» تر څو پوری هغه صالح سی.

د غړو عملونه او واجبه حرکتونه په لمانځه کی وروسته د نیت او تکبیره الاحرام څخه پنځه دی : قیام ، رکوع ، په رکوع پوری تړلی قیام سجده او تشهید

دغه ادبونه په لمانځه کی یوه عادتی ، تفننی او یا ذوقی جنبه نه لری چی په ساره ویلو سره سرته ورسیږی بلکه دا هغه عملونه دی چی د عرشه څخه نازل سوی حقیقتونه او د لمونځ کوونکی د صدق او خلوص پر بنسټ باندی ولاړ دی.

انسان د بدن جوړښت د حجاب حاجز د پردی څخه پر دوو برخو ویشل سوی دی :

یو د مځکی خواته برخه ده چی د ټولو طبعی عملونو عامل دی او د «لا اِلهَ الاّ» حروف د هغه څخه راخیستل سوی دی.

دوهم ـ لوړه برخه چی زړه ، ځگر ، لاسونه او غاړه دی کوم چی د آسمان خواته دی او په عمل کی په تکبیرالاحرام سره مربوط د خدای تعالی مخ را مجسموی. همدارنگه په قیام کی باید بیجلکی یو د بل څخه جلا وی او دا پدی معنی دی چی د حق قیام د ظاهر او باطن دی، ځکه هُوَ الاَوَّلُ وَ الآخِرُ وَ الظّاهِرُ وَ الباطِنُ او دلمونځ کوونکی دوه قدمه یو پر ملک او بل پر ملکوت باندی دی، ځکه چی موجودات د وجود متظاهر دی او دا د حقیقی هستی او مطلقه وجود نمودونه ډیر دی چی د «لا اِلهَ»معنی همدغه ده.


قیام

د غړو لومړی عمل په لمانځه کی دا قیام دی کوم چی د یواځنیتوب د پرستش ته اشاره ده او هغه هم د الف په څیر لیکل کیږی چی د حقیقت د توحید اود حضرت تعالی بی انتاهی په وجود او هستی کی ده .

قیام

رکوع او سجده

مولا علی علیه السّلام وائی: تقرّب الی الله سبحانه بالسّجود و الرّکوع و الخضوع لعظمته و الخشوع. (په سجده ، رکوع ، خضوع او خشوع سره د خدای تعالی عظمت ته تقرب وکړه .)

رکوع

رکوع، د حق تعظینم دی او د لمونځ کوونکی حالت په پوره خشیت کی د "لا" ډول دی چی د لمونځ کوونکی د مطلقه نفی د واجب الوجود په ذات کی معنی لری.

رکوع

قیام د رکوع وروسته

قیام د رکوع وروسته مکتوبی الف په ډول دی او د مخه د سجدی څخه دی.

قیام د رکوع وروسته

سجده

د سجدی څخه مقصد د عارف د پوره فنآ په معنی دی چی خاورنی اړیکی ئی خاوری ته سپارلی او پوره اتصال ئی د حق سره پیدا کړی دی.

سجده

داسی بیان سوی دی چی معتصم د ابا جعفر محمد بن علی بن موسی (ع)په باره کی پوښتنه وکړه ، د مسجد په باره کی پوښتنه وکړه او هغه وویل چی دا هغه اووه غړی دی په کومو سره چی سجده کیږی او سعید بن جبیراو زجاج او فراء هم همدا خبره کړیده.

رسول اکرم صلّی الله علیه و آله و سلّم وویل: اُمِرتُ اَن اَسجُدَ عَلیٰ سَبعَةِ آدابٍ (زه مامور سوم چی په اوو ادبو سره سجده وکړم). همدارنگه دا د زړه اووه اطوار دی اود اهل باطن اشاره ودی ته ده چی وائی: «زه مامور سوم چی په اوو ادبو سره سجده وکړم»اود زړه په اوو اطوارو کی سیر او د ملکوت او جبروت څخه تیریدل او د حضرت لاهوت مقام ته رسدل دی چی د«فَلا تَدعُوا مَعَ اللّهِ اَحداً» معنی داده چی بیله دده څخه څوک په سجده کی شریک مه نیسی .2

او دا د ارباب تمکین مقام دی په کوم کی چی په بنده کی د رسم او نوم او عبارت اشاری نه پاته کیږی چی د ذات سزاوار وی او ټول فانی کیږی اودا هغه مرتبه ده چی په حق سره واوری او په حق سره ووینی.

په پاک جان سره د پوره تقرب له کبله د حق په سجده کی لویدلی دی.   کوم چی د غړو صورت د سجدی په حالت کی دی د رکوع څخه وروسته په قیام کی ویل کیږی. 

تشهّد

په یواځیوالی سره د مکتوبی "له" په صورت ده ، حمد او خاصه سپاس د خدای څخه او دده په یواځنیتوب او په رسول باندی شهادت او په عین معرفت او بینائی کی او سلام و ټولو مومینانو ته او حقیقی شهادت پر علم او ایمان باندی ولاړ دی

تشهّد

نو ټوله حالات اود غړوظاهری حرکات په لمانځه کی د لا اله الاّ الله ډول ډول صورتونه دی.

په لمانځه کی د لمونځ کوونکی د غړو پنځه حالتونه

#29

د لمونځ کوونکی د غړو عمل او د هغه لسانی اذکار او د زړه له کومی نیتونه یو ځای د لمونځ په واقعی ادا کولو کی د حق پوره صدق او توحید دی.

لاسونه او سرد تکبیر په حالت کی "ﻫـ" او "لله"دی چی د مکتوبی الف سره متصل په قیام کی دی او جمعا الله کیږی. "ﻫـ" . د ابجد په حساب کی پنځه دی او د الف سره د هغه مجموعه شپږدی او همدارنگه وا هوپه یواځیوالی سره د عالم خلقت ته په شپږو ورځو کی اشاره ده. لکه څنگه چی "هـ" په رکوع پسی او رکوع بیا د مکتوبی "و" په صورت سره جمع "هو" کیږی او د هغه مکتوبی الف اتصال د رکوع وروسته قیام څخه و الله ته په سچده کی او ټول بیا په یوه رکعت لمونځ کی "هوالله " مجسم کوی.

#29


_____________________________
مآخذ:
1.  Molana Shah Maghsoud Sadegh Angha, Al-Salat, The Reality of Prayer in Islam (Riverside, CA: M.T.O. Shahmaghsoudi Publications®. pp. 78-85
2. Molana Shah Maghsoud Sadegh Angha, Al-Salat, The Reality of Prayer in Islam (Riverside, CA: M.T.O. Shahmaghsoudi Publications®. pp.27-28

Bitte aktualisieren Sie Ihren Flash Player!