د لمانځه مقدمات

د لمانځه د قیام د مخه هغه کارونه چی باطنی دقیقی د ځان سره لری د حضرت رسول اکرم صلّی الله علیه و آله و سلّم د سنت پر اساس باید تر سره سی کوم چی د لمانځه مقدمات نومیږی.

د معرفت اهل وائی چی څلو ر شیان په څلورو شیانو سره ومینځی. خپل د سترگو په اوښکو ، خپله ژبه د آفریدگار په ذکر ، خپل زړونه د پروردگار په خشیت او خپل بدنونه ومولاته په ورتگ سره .

د لمانځه د مقدماتو څخه ، طهارت ، د عورت ستر، د لمونځ کوونکی د ځای نه غصبی والی، د لمانځه د وختونو پیژندل، اودس، د قبله پیژندل، اذن او اقامت دی. 1

طهارت

طهارت په لمانځه کی په ظاهره توگه د بدن، غړو او کالیو په طهارت د ناولتوب څخه او باطنآ د نفس په تطهیر د خطاوو او اخلاقی ذمائمو څخه او د زړه تطهیر د دنیا د حب څخه او د ماسوی الله د ترکه څخه دی لکه څنگه چی پر ظاهر تطهیر باندی ټینگار سوی دی همدارنگه باطنه تطهیر او د نفس تطهیر تر ټولو واجبتره دی.

. د تطهراتو د جملی څخه د حقوقو رعایت دی اود هر شی او هر چاه د حق ادا کول
د معرفت د اهل ویناده چی که نفس ستا څخه سالم وه حق دی ئی ادا کړی او هر وخت چی خلک ستا څخه سالم پاته سول نو دی حق دی ورحساب کړیدی..
نبی اکرم صلّی الله علیه و آله و سلّم فرمایلی دی : د خالصه مومن مثال، د اوبو مثال دی د حق د طاعاتو په ضفا کی ، لکه د اوبو پاکوالی کوم وخت چی د آسمان څخه رانازل کیږی. 2

دعورت ستر

"ای د آدم اولاده ! په رښتیا سره چی مو نازل کړه پر تاسی باندی کالی،کوم چی پوښی ستاسی بدی، او پوښول اودتقوا کالی بهتره دی او دا د خدای د آیاتوڅخه دی شاید چی تاسی متذکر سی."( قران کریم ،7سوره 26 آیات))

د عورت ستر واجب دی حتی د خپل ځان څخه او په خصوص موکده شرط د لمانځه د اقامت په وخت کی او دا طاهرآ د قبایحو پوښل او باطنآ د تقوا او اخلاص ، د توبی او صدق د کالیو پوښل پر نفسانیاتو باندی دی ، ځکه چی د حق کتنه باید د ذمایمو او خطاوو څخه پاک او سپیڅلی وی. 3

د لمانځه د ځای پاکوالی

یو بل د لمانځه د مقدماتو څخه د لمانځه د ځای د پاکوالی دعایت کول دی په کوم ځای کی چی لمونځ کوونکی د لمانځه اقامت کوی او باطنا دده وزړه ته اشاره ده چی باید د ماسوی الله د نقشوڅخه پاک سی.

د مومن زړه باید د ادم په صفاتو او د شرع اوقواعدو په آدابو باندی سمباله وی ځکه چی دده زړه د خدای تخت اودده مسجد دی نو نباید غصبی اوناولی وی ، ځکه دا دواړه د لمونځ باطلوی او د حق ذ افاضاتو د فیض مخنیوی کوی. 4

دلمانځه وخت

فرمائی: " په حقیقت سره وخت هغه دقیقی دی چی بنده په ټول وجود سره د حضرت حق جل جلالوو متذکر دی". 5

وخت د لمانځه د مقدماتو او په شرعی توگه د عبادت وختونه دی په یوه شبانه روز کی .

په 24 ساعتوکی واجب لمونځونه 17 رکعته دی او په پنځه نوبتو سره په لاندی ترتیب سره تر سره کیږی . 6

لازم دی چی هر لمونځ باید په خپل وخت کی تر سره سی.

د سهار لمونځ:

2رکعته

د هغه وخت د شپی د پای څخه یعنی د صادق فجر څخه بیا تر لمر تر طلوع پوری .

 

د غرمی لمونځ

4رکعته

رکعته د هغه وخت دغرمی د پیل څخه بیا تر مذیگر د لمانځه ترمخه پوری

 

د ماذیگر لمونځ :

4رکعته

د هغه وخت دغرمی د لمانځه تر ویلو وروسته او تر لمر لویدو پوری .

 

د ماښام لمونځ:

رکعته 3

د هغه وخت د لمر لویدود پیل څخه بیا د ماخستن تر لمانځه تر مخه پوری

 

د ماخستن لمونځ:

4رکعته

دهغه وخت د ماښام د لمانځه د ویلو وروسته بیا تر نیمی شپی پوری دی.

 

مولانا المعظّم حضرت شاه مقصود صادق عنقا د الصلات په رساله کی فرمایلی دی::

د ماښام لمونځ لکه د یو تخم دی
او د ماخستن لمونځ بیا لکه یوه ریښه چی په تاریکی کی وده او نمو کوی.
او د سهار لمونځ بیا لکه د ژوند غوټی چی تازه وغوړیږی
د غرمی لمونځ بیا لکه د برگ او ښاخ په مرتبه دی.
د ماذیگر لمونځ بیا د تسلیم د ونی میوه ورکوی.
او فرمایلی ئی دی چی د هر چاه چی د ماذیگر لمونځ مړ سو د خپل مال سره ئی ظلم کړی دی . 7

اودس

اودس د لمانځه د مقدماتو څخه دی اوضروری دی . د اوداسه د مخه د لمونځ کوونکی پاکوالی واجب دی.د اوداسه مقصد د مکاره څخه توبه کول دی یعنی د هغه شی څخه لاس اخیستل کوم شی چی نهی دی او همدارنگه د حضرت حق و ژوندی ځلا ته او د ټولو دنیائی او نفسانی تعالقاتو څخه خلاصیدل او و صدق ته مخ کول دی.

همدارنگه د خاطرو نفی ، د فکری او دماغی مستحدثاتو پریول ، د گمان او شک او اوهامو ترک کول ، او د سر مسحه کول بیا د فکری قواوو ثابتول د حق په مطلقه وحدت کی او د هغه د یواځینیتوب اقرار دی ،او د پښو مسح کول بیا د گامو د پاکوالی او تیری سوو خطاوو څخه او د هغو ثابتوالی د حق په لاری کی دی. 8

د اوداسه واجبات بیا په لاندی ډول دی : 9

  • مقصد
  • د لاسو پریولو څخه د هغه څه څخه لاس اخیستل دی چی نهی سوی دی او د حضرت حق و ژوندی ځلاته متوجه کیدل دی.

  • مخ:
  • مخ بیا د سرد وریښتانو د بیخ څخه بیا تر زنی پوری پریولو. 3 واره

  • راسته لاس:
  • راسته لاس بیا د څنگلی څخه بیا تر گوتو تر سرو پوری د لوړی خوا څخه کښته پریولو. چپه لاس: چپه لاس بیا د څنگلی څخه بیا تر گوتو تر سرو پوری د لوړی خواڅخه کښتی ته مینځو.

  • د سر مسح:
  • راسته لاس په هغه لوندواله سره د نزلی څخه تر تندی پوری د کښتی خواته پر سر راکشوو.

  • پښه:
  • : راسته لاس په هغه لوندواله سره پر راسته پښه باندی د گوتی د سر څخه پر پښه باندی راکشوو. چپه لاس په هغه لوندواله سره پر راسته پښه باندی د گوتی د سر څخه پر پښه باندی راکشوو.

    قبله  

    مخ راگرځوو هغه چاته چی آسمانونه او مځکه را پیدا کړه ده ، یواځی د پرستیش وړ دی او موږ د مشرکینو څخه نه یو ." (6 سوره 79 ایات (قران کریم )

    د لمونځ کوونکی او د لمانځه لازمو شرایطو څخه مخ اړول و ظاهری قبله ته دی او توجه باطنآ د زړه وکعبی ته چی د خدای او د مومن زړه کور دی . ظاهری قبله د کعبی خواته په مکه معظمه کی ده او د نړی ټولو لمونځ کوونکو ته لازمه ده جی د یوی دایری پر سطحه باندی وی چی پوره مقناطیسی او معنوی مرکزیت ئی کعبه وی. 10

    اذان

    د قبلی خواته ودریږی.

    لاندی کلمی تکرار کړی.: 11

    اللهُ اکبر

    څلور( 4)واره

    اَشهدُ اَنْ لا اِلهَ اِلاَّ الله

    ( 2 ) دوه واره

    اَشهدُ اَنَّ مُحَمَّداً رَسولُ الله

    ( 2 ) دوه واره

    اَشهدُ اَنَّ عَلیّاً وَلیُّ اللهِ

    ( 2 ) دوه واره

    حَیّ ِعَلَی الصله

    ( 2 ) دوه واره

    حَیّ ِعَلَی الفَلاح

    ( 2 ) دوه واره

    حَیّ ِعَلَی خیر العمل

    ( 2 ) دوه واره

    اللهُ اکبر

    ( 2 ) دوه واره

    لا اِلهَ اِلاَّ الله

    ( 2 ) دوه واره

    خدای تر ټولو لوی دی.
    شهادت ورکوو چی بل خدای بیله یواځنی خدای څخه نسته .
    شهادت می­دهم که محمّد(ص) شهادت ورکوو چی د خدای رسول او پیغمبر دی .
    شهادت ورکوو چی علی(ع) د خدای ولی دی .
    ژوندی سه په لمانځه سره
    ژوندی سه په رستگاری
    ژوندی سه په بهترین عمل
    خدای تر ټولو لوی دی.
    نسته بل خدای بیله خدای څخه.

    اقامت

    په همدی حالت کی لاندی کلمی تکرار کړی.: 12

    اللهُ اکبر

    ( 2 ) دوه واره

    اَشهدُ اَنْ لا اِلهَ اِلاَّ الله

    ( 2 ) دوه واره

    اَشهدُ اَنَّ مُحَمَّداً رَسولُ الله

    ( 2 ) دوه واره

    اَشهدُ اَنَّ عَلیّاً وَلیُّ اللهِ

    ( 2 ) دوه واره

    حَیّ ِعَلَی الصله

    ( 2 ) دوه واره

    حَیّ ِعَلَی الفَلاح

    ( 2 ) دوه واره

    حَیّ ِعَلَی خیر العمل

    ( 2 ) دوه واره

    قَد قامَت الصَّلوٰة

    ( 2 ) دوه واره

    اللهُ اکبر

    ( 2 ) دوه واره

    لا اِلهَ اِلاَّ الله

    (1) یو وار

    خدای تر ټولو لوی دی.
    شهادت ورکوو چی بل خدای بیله یواځنی خدای څخه نسته .
    شهادت می­دهم که محمّد(ص) شهادت ورکوو چی د خدای رسول او پیغمبر دی .
    شهادت ورکوو چی علی(ع) د خدای ولی دی .
    ژوندی سه په لمانځه سره
    ژوندی سه په رستگاری
    ژوندی سه په بهترین عمل
    همدغه دی چی لمونځ اقامت سو.
    خدای تر ټولو لوی دی.
    نسته بل خدای بیله خدای څخه.


    _____________________________
    مآخذ:
    1. Molana Shah Maghsoud Sadegh Angha, Al-Salat, The Reality of Prayer in Islam , Washington D.C: M.T.O. Shahmaghsoudi Publications®, 1998, pp. 13-14.
    2. Ibid. pp. 24-25
    3. Ibid. p. 26
    4. Ibid. pp. 26-27
    5. Ibid. p. 32
    6. Islamic Daily Prayer Manual , Riverside, CA: M.T.O. Shahmaghsoudi Publications®, 1994, p. 3)
    7. Molana Shah Maghsoud Sadegh Angha, Al-Salat , p. 20
    8. Ibid. pp. 30-31
    9. Islamic Daily Prayer Manual, p. 4
    10. Molana Shah Maghsoud Sadegh Angha, Al-Salat, pp. 48-49
    11. Islamic Daily Prayer Manual, p. 5
    12. Ibid. p. 6

    Bitte aktualisieren Sie Ihren Flash Player!